په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پرونۍ موټربم چاودنه وغندله.
د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تادامیچي یاماماتو نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې له اخلاقي اړخه پر ملکیانو دا ډول بریدونه د غندنې وړ دي او باید پای ته ورسېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر مشر ویلي، دا ډول بریدونه باید د جګړې د ختمولو او سولې لپاره روانې هڅې اغېزمنې نه کړي.
ملګرو ملتونو ویلي، دا ډول بریدونه جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.
په همدې حال کې د هلمند چارواکو نن شنبه وویل چې د لښکرګاه په پرونۍ چاودنه کې د مړو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۵۲ ته لوړ شوی دی.