په ارزګان ولایت کې زده کونکي وايي، نوي کال کې یې هم ښوونځي پر مخ تړلي دي.
د ارزګان مرکز د ترینکوټ د یو شمېر سیمو زده کوونکو د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د تېرو دوو کلونو په څېر سږ کال هم ښوونځي یې پر مخ تړلي، خو دولت ورته لاس تر زنې ناست دی.
د ارزګان زده کوونکي یادې خبرې پر داسې مهال کوي چې دغلته نن شنبې د تعلیمي کال لومړی ورځ د زنګ په وهلو سره پیل شوه.
په ورته وخت بیا د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین له خلکو غواړي چې خپل
ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت یې بشپړ راپور رااوروي:
Your browser doesn’t support HTML5