پر۱۰ ایراني وګړو او یوې کمپنۍ د امریکا پر بندیزونو د ایران انتقاد

ایران نن شنبه د دې هېواد پر لسو وګړو او یوې ایرانی کمپنۍ د متحده ایالاتو له خوا پر بندیزونو انتقاد وکړ.

د امریکا د خزانې وزارت پرون جمعه لس ایرانیان او د مبنا په نامه انسټیټیوټ له سلګونو پوهنتونونو څخه په انټرنیټي غلا تورن کړل.

دې وزارت ویلي دي چې مبنا انسټیټیوټ پر ۱۴۴ امریکايي او په ۲۱ هېوادونو کې پر ۱۷۶ پوهنتونو سایبري بریدونه کړي دي.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي دا تورونه بې اساسه بللي دي.

نوموړي ویلي، امریکا به په دې اقداماتو سره د ایران د خلکو د ساینسي پرمختګ مخه ونه نیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو راپه دیخوا پر ایران سخت بندیزونه اعلان کړي دي او په وار وار يې له ایران سره د نړیوالو اټمي موافقه غندلې ده.