د لښکرګاه په موټربم چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۶ ته لوړ شو

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، په لښکرګاه کې د تېرې شپې په موټربم چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی.

د ښاغلي ځواک په وینا، په دې چاودنه کې له فراه څخه راغلی يو غېږنیوونکی چي عبدالعزيز نومېږی، ټپي شوی او يو بل سپین ږيری چې دغېږنیوونکو له ډلې سره له ياد ولايته د نندارې لپاره راغلی و، وژل شوی دی.
په دغه پېښه کې چې د لښکرګاه ښار د غازی محمد ایوب خان له لوبغالي سره شوی ده، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي او ۵۲ نور ټپيان دي.

دولتي مسؤلین وایي، يو شمېر برسېرن ټپيان له روغتونونو رخصت شوي او د پاتې نورو حالت ښه دی.
د دې برید پړه چا نه ده مسؤلیت.