لکونه زره زده کوونکي او یوشمېر نور اعتراض کوونکي نن شنبه په واشنګټن کې راغونډېږي.
دغه مظاهره کوونکي غواړي چې د کانګرس غړي وهڅوي چې په امریکا کې د ټوپک پر ازادانه ګرځولو سخت بندیزونه ولګوي.
د دې اعتراض کوونکو تنظیمونکي وایي چې نن به شااوخوا پنځه لکه کسان په پلازمېنه واشنګټن کې په اعتراض کې برخه واخلي.
ورته اعتراضونه د امریکا په یوشمېر نورو ښارونو کې هم پلان شوي دي.
چارواکو په واشنګټن کې د دې پراخې مظاهرې له امله، د ټرافیک نظم او عامه ټرانسپورټ په سیستم کې د ځنډ او خنډ خبر وار له مخه ورکړی دی.
دا لاریون د فبرورۍ په میاشت کې د فلوریډا په پارکلنډ ښوونځي کې تر برید وروسته کېږي.
په دې پېښه کې یوه ۱۹ کلن پر اتومات ټوپک ډزې وکړې او ۱۷ تنه یې ووژل.