اسیايي بانک په ۱۳۹۷ کال کې له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکوي

اسیايي بانک ویلي چې په نوي پیل شوي ۱۳۹۷ لمریز کال کې به هم له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونه هیله ښيي چې دا ځل به د نوموړي بانک د مرستو ډېره برخه د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ولګول شي.

د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، د مرستو د شفاف لګښت تر څنګ، پکار ده چې په مرسته کوونکو پیسو داسې پروژې پلې شي چې ګټه يې په مستقیمه توګه خلکو ته رسېږي.

د یادونې ده چې اسیايي بانک هر کال له افغانستان سره ميلیونونه افغانۍ مرسته کوي.