رستمي: د بزګر په میلې او کرنیز نندارتون کې ۲ ميلیونه ډالر پلور شوی

د بزګر په دودیزې میلې او د کرنیزو توکو په درې ورځني ملي نندارتون کې د دوو ميلیونو ډالرو په اندازه پلور شوی دی.

د کرنې او مالدراۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د دې بیان تر څنګ نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغه نندارتون کې د پانګه والو او تولیدوونکو تر منځ د تړونونو ژمنې هم شوي چې دا په افغانستان کې د تولید کچه لوړوي.

د بزګر دودیزه میله او د کرنیزو توکو دا نندارتون د تېرې پنجشنبې له ورځې راهیسې د کابل د بادام باغ په سیمه کې جوړ شوی چې افغان بزګرانو او تولیدي شرکتونو پکې په ۲۳۰ غرفو کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

ښاغلی رستمي وايي، له دغه نندارتونه له ۵۰ زرو ډېرو کسانو لیدنه کړې او نن یې وروستۍ ورځ ده.