په کندهار کې د پسرلي په ویاړ غونډه او مشاعره وشوه

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د نوي کال په ویاړ پسرلنۍ مشاعره او غونډه جوړه شوه.

په دغه لویه پسرلنۍ غونډه او مشاعره کې د کندهار تر څنګ د هېواد د ۱۲ ولایتونو شاعرانو، ليکوالو او فرهنګیانوګډون کړی و.

په غونډه کې د وینا او شعرونو ډېره برخه د سولې پر ارزښت او اړتیا ورټوله وه.

برخوالو د سولې په اړه د ولسمشر وروستۍ طرحه وستایله او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې له دغه فرصته ګټه واخلي.

د دې راپور پوره جزئیات د ازادي راډيو د خبریال صادق رښتیني په راپور کې اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د رښتیني راپور