یوه وسلهوال وګړي پرون جمعه د فرانسې په جنوب کې پر خلکو حمله کې درې تنه ووژل او ۱۶ تنه یې زخمیان کړل.
د فرانسې ملي پولیسو ویلي چې حمله کوونکي په یوه سوپر مارکېټ کې خلک یرغمل کړي وو او تقریباً څلور ساعته یې د پولیسو په وړاندې مقاومت کړی دی.
د پولیسو په وینا، حمله کوونکی ۲۵ کلن و او د پولیسو له لوري په ډزو کې وژل شوی دی.
خبري اژانسونه وايي چې هغه د فرانسې وګړی او په مراکش کې زېږېدلی و.
د رسنیو په وینا، حمله کوونکي تردې مخکې په وړو جرمونو او د مخدرو موادو په راکړه – ورکړه کې لاس درلود.
په فرانسه کې له ترورېزم سره د مبارزې ادارې مشر ویلي چې حمله کوونکي، ادعا کړې چې د داعش غړی دی او پر خلکو تر ډزومخکې یې د اللهاکبر ناره هم کړې ده.