د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې پرون جمعه بمي چاودنه وشوه چې لږترلږه ۱۴ تنه پهکې وژل شوي او ۴۷ تنه زخمیان شوي دي.
د هلمند د والي د دفتر خبرپاڼه وايي چې په چاودنه کې ماشومان هم وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک تېره شپه پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"پېښه د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې زنانه پارک او د غازي محمد ایوب خان لوبغالي ته نېږدې وشوه. چاودنه په موټر کې د ځای پرځای شویو موادو له امله شوې ده."
د افغانستان ولسمشر دا حمله غندلې ده.
د پېښې مسؤلیت لا چا نهدی اخېستی.