د روسيي ولسمشر له هغو رای ورکونکو مننه وکړه چې دده په خبره له نوموړي څخه يې غیر سابقه ملاتړ څرګند کړ.
ویلادمیر پوتین پر خلکو غږ کړی دی چې د روسيې د پرمختګ لپاره دې خپلمنځي اختلافات ترشا کړي.
د روسيې د انتخاباتو کمېسیون نن وویل پوتین په انتخاباتو کې ۷۶ اعشاریه ۶۹ رای اخیستي دي.
نړیوالو څارونکو ویلي دي چې په واک د زیاتې مودې لپاره د ویلادمیر پوتین د پاتې کېدو او پر دولتي رسنیو د هغه کنټرول په انتخاباتو کې کوم ریښتنی انتخاب وړاندې نه کړ.
پوتین وویل د انتقادونو هرکلی کوي خو په خبره يې روسیه یووالي ته اړتیا لري چې له تاریخي ننګونو سره مقابله وکړي.