دفاع وزارت د ټپي شویو سرتېرو د مړینې په اړه د سیګار راپور رد کړ

د افغانستان دفاع وزارت د دغه هېواد د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلوټونکي يا سیګار هغه راپور ردوي چې وايي، د وینې د ټولولو او پېژندنې په برخه کې د افغان پوځ د نيمګړتياوو په نتيجه کې ښايي ډېر ټپي سرتېري مړه شوي وي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، کله چې د ملي اردو سرتېري د خدمت لپاره مراجعه کوي، د وينې ګروپ يې معلومېږي، بايومټريک کېږي، د زده کړو مرکزونو ته لېږل کېږي او وروسته له هغه قطعاتو ته لېږل کېږي.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري ازادي راډیو ته وويل چې له ۱۳۹۵مېلادي کال د حمل له لومړۍ نېټې راهيسې د ټولو سرتېرو د وينو ګروپ او بايومټريک په کابل کې معلومېږي او کېږي.

دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"موږ داسې معلومات لرو د ټولو، د خولې ناړې، د ګوتو نښانې، د سترګو نښانې، د ويني ګروپ موږ اخلو او ثبتوو يې، دا ټول کارونه په افغانستان کې کېږي، سيګار بايد زموږ سره دا راپور شريک کړی او هماهنګ کړی وای."

د ښاغلي وزيري په وينا داسې يو سرتېری، بريدمل او افسر نشته چې بايومټریک شوی نه وي.

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي يا سيګار دفتر د مارچ پر دوويشتمه د پنجشنبې په ورځ خپاره کړي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې ډېری ټپي سرتېري ښايي ځکه مړه شوي وي چې د دغه هېواد په پوځ کې د وينې ګروپ معلومولو او ساتلو سم سيسټم نشته.

راپور وايي چې د شا او خوا پنځلس زرو او څلورو سوو سرتېرو د وينې ډول يا ګروپ مخکې تر دې نه وو معلوم شوي چې په پوځ کې جذب شي.

همداراز راپور د زرګونو نورو سرتېرو د وينې د ګروپ معلومېدو په اړه شک څرګند کړی دی.

سيګار وايي، دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت ټول پرسونل مکلف دی چې د ويني ګروپ معلومولو او ساري ناروغيو لپاره معاينات وکړي.

راپور وايي چې د سرتېرو په ګډون د دفاع وزارت د شا او خوا پنځوس فيصده پرسونل د وينې ګروپ په اړه معلومات نشته.

سیګار وايي، په ثبتي سیسټم کې د نیمګرتياوو له کبله پوځ هېڅ معلومات نه لري چې کومو سرتېرو د څه ډول ساري ناروغيو په خاطر معاينات کړي دي او څوک ښايي په وينه کې ناروغۍ ولري.

د سیګار لوګو

د سيګار راپور وايي چې داسې معلومات يې هم تر لاسه کړي چې له مخې يې ټپي سرتېري ځکه ښايي مړه شوي وي چې د ناسم ګروپ وينه ورکړل شوې.

دغه راپور همداراز وايي چې نوي استخدامېدونکی پرسونل اړ دي چې د ويني د معايناتو مصرف پخپله ورکړي نو دوی داسې ډاکټرانو ته ځي چې له پوځ سره هېڅ تړاو نه لري او په نتيجه کې امکان شته هغوی ورته له معايناتو پرته اسناد جوړ کړي وي.