د سوريې د ختیخې غوطې له یوه ښارګوټي څخه حکومت ضد وسله وال یاغیان ووتل او سیمه يې د سوريي پوځ ته وسپارله.
له څرستا ښار ګوټي څخه د احرار الشام ډلې د وسله والو وتل د روسيي په منځګړتوب د شوې معاملې له مخې ترسره کېږي.
دا تحول په ۲۰۱۶ مېلادي کال د سوريې د حلب ښار تر جګړې وروسته د سوريې د حکومتي ځواکونو ستر بری بلل شوی دی.
له هرستا ښار څخه په ۳۰ بسونو کې څه د پاسه یو نیم زر کسان چې وسله وال او د هغوی کورنۍ وې، وتلي دي.
د سوريي د حکومت ملاتړې شیعه وسله والې ډلې حزب الله وویل چې یو نیم زر وسله وال او د هغوي د کورنیو ۶ زرو غړیو موافقه وکړه چې له سیمې ووځي.
دمشق ته نېږدې په غوطه کې سیمه کې د حګړو له امله څه د پاسه یو نیم زر کسان وژل شوي دي او دا جګړې د سوريې د ۷ کلن کورني جنګ تر ټولو خونړۍ بلل شوي دي.