د بغلان ولایت پولیسو دوه تنه د لسګونه کېلو ګرامو نشهيي موادو په تور نیولي دي.
د بغلان ولایت امنیه قوماندان اکرامالدین سریع د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې د بغلان ولایت پوليسو د پلخمري په سیمه کې يو تن د تلاشۍ پر مهال نیولی چې غوښتلیې ۲۱ کېلو ګرامه هیروئين له بغلان ولایت څخه یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي.
دی زیاتوي:
"۱۰ کېلو ګرامه خام چرس چې د کندز ولایت څخه په یوه موټر کې د کابل خوا ته وړل کېدل، د بغلان ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت په شمرکمر بند کې نیولي او په دې تور څلور کسان هم نیول شوي چې له لومړیو څېړنو وروسته بهیې دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي."
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د بغلان پولیسو ۵۰۰ کېلو ګرامه هیروئين نيولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او غوښتلیې کابل تهیې چاقاق کړي.