د ننګرهار ولایت پولیسو ۵۰ کېلو ګرامه هیروئین نیولي

د ننګرهار ولایت پولیسو ۵۰ کېلو ګرامه هیروئین ونیول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار رسنيو ته وویل چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې دوه تنه قاچاق وړونکي په مومند درې ولسوالۍ کې نیولي دي.

ښاغلي بختیار زیاته کړه، دې دوو تنو غوښتل ۵۰ کېلو ګرامه هیروئین چې په یوه مازډا موټر کې یې ځای پر ځای کړي و او غوښتل‌یې کابل ته‌یې انتقال کړي، د مومند درې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ونیول.

د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په روانه میاشت کې د ۳۴۰ عملیاتو په ترڅ کې ۳۷۱ تنه قاچاق وړونکي نیولي او نږدې نهه نیم ټنه بېلابېل نشه‌يي مواد یې هم نیولي دي.