افغان ځواکونو ۸ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیولي

افغان ځواکونو په تېرو ۷ ورځو کې ۸ کسان په هېواد کې دننه او بهر ته د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې ۸ کسانو کې څلورو يې دوه کېلو ګرامه هیروئين په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل‌یې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي چې د هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیول.

په درېیو نورو پېښو کې پولیسو څلور کسان په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ۳ کېلو ګرامه هیروئینو، ۹۴ کېلو ګرامه تاریاکو او ۲۲۹ کېلو ګرامه چرسو په تور نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته‌یې د څېړنو لپاره استولي دي.