چارواکي: په کندهار او ارزګان کې ۱۷وسله وال مخالفین وژل شوي

په کندهار او ارزګان کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

په جنوب کيېد ملي اردو د ۲۰۵ اتل قل اردو د مطبوعاتي دفتر مسئول يحيي علوي وایي، تېره شپه د صفر درې قطعې ځواکونو د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د کرزعلي، شېرزي او چهارسنګ په سیمو کې عمليات ترسره کړي چې په نتجه کې يې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نوریې د یو شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځای نيول شوي دي.

علوي وویل چې په عملياتو کې د وسله والو ۷ مرکزونه هم ويجاړ شوي دي.

۲۰۵ اتل قول اردو همداراز وايي چې د ملي اردو د هوائي ځواکونو په بریدونو کې تېره شپه د ارزګان د مرکز ترينکوټ د تالاني په سيمه کې هم ۶ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

نوموړي وویل په عملياتو کې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

د دولت مخالفو وسله والو هم تر اوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.