د افغانستان په لوېدیځ کې د اسلامي جمعیت ګوند یو قوماندان اسماعیل خان له طالبانو غوښتي که له جهادي مشرانو سره د خبرو اترو غوښتونکي وي، دا خبراترې باید په افغانستان کې دننه ترسره شي.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې به ورځ په هرات کې د خپل وژل شوي زوی میرویس صادق د تلین په مناسبت غونډې ته وکړې.
تر دې مخکې نوموړي په هرات کې په یوه بله غونډه کې له وسله والو طالبانو غوښتي و چې که له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي، له جهادي مشرانو سره دې خبرو اترو ته کېني.
وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې د اسماعیل خان د وړاندیز هرکلی کړی و او ویلي یې وو چې که جهادي مشران د خبرو اترو غوښتونکي وي په قطر کې دې د طالبانو له سیاسي دفتر سره تماس ونیسي.