د اروپايي ټولنې مشران د روسیې پر وړاندې پر اقداماتو غور کوي

د اروپايي ټولنې مشران وايي، دوی توافق کړی چې له مسکو څخه خپل استازی ور وغواړي او ښايي د روسیې په وړاندې یو شمېر نور اقدامات هم وکړي.

دوی دې نتیجې ته رسېدلې چې په «ډېر احتمال» روسیه په انګلیستان کې د یو پخواني روسي جاسوس د مسمومولو مسوله ده.

اروپايي مشران دا اعلان وروسته له هغې کوي چې د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې په انګلیستان کې پر پخواني روسي جاسوس او د هغې پر لور د زهرجنو موادو له برید وروسته، له اروپايي ټولنې د روسیې د ګواښ په وړاندې د یو موټي کیدو غوښتنه وکړه.

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته، اروپايي مشرانو وویل، دا ټولنه او ددې ټولنې ځینې غړي هېوادونه ښايي نورو انتقام اخیستونکي اقدامات هم وکړي.

د هالنډ صدراعظم مارک روټ وویل، له مسکو څخه به د اروپايي ټولنې سفیر مارکوس ایډریر د یو میاشتې لپاره د بریتاینا سره د یووالي د څرګندولو په موخه د سلا مشورو لپاره وروغواړي.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل وايي، دا ټولنه په نورو اقداماتو هم غور کوي.

د لیتوانیا ولسمشرې ویلي له خپلې خاورې څخه د روسي جاسوسانو ایستلو ته چمتو ده.

د بالتیک هېوادونو او پولینډ هم ویلي چې دوی د روسیې په وړاندې پر یو لړ اقداماتو غور کوي.

بریتانیا لا دمخه ۲۳ روسي ډیپلوماټان له خپل هېواد څخه ایستلي دي او ددې پېښې له کبله یې له روسیې سره په لوړه سطحه اړیکې ځنډولې دي.

روسیې پرلپسې په بریتانیا کې ددې پخواني روسي جاسوس په مسمومولو کې لاس لرل رد کړي دي.