د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ورځ په کابل کې سخي زیارت ته نېږدې مرګونې حملې د نړیوالو چاپي او انلاین رسنیو پام ور اړولی دی.

په دې برید کې څه باندې دېرش کسان ووژل شول.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼي لیکي چې دا د هغو ورځ بلې زیاتېدونکو حملو تر ټولو وروستۍ یوه ده چې شیعان پکې په نښه شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دواړو اسلامي دولت ډلې او وسله والو طالبانو له ۲۰۱۶ کال راهیسې په جوماتونو، زیارتونو، ښوونځیو او عامه غونډو د څه باندې لسو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې لیکلي د دغو ډېرو بریدونو هدف چې د رخصتیو په ورځ او په مذهبي مراسمو کې کیږي ظاهراً په افغانستان کې د سنیانو او شیعیانو تر منځ د نفاق اچول دي.

خو د دواړو لورو مشرانو ویلي چې دا ډول بریدونه د سني مذهبو او شیعیانو تر منځ یووالی نه شي زیانمنولی.

ایران، سعودي عربستان، پاکستان، متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو سازمان، ناټو او اروپايي ټولنې په کابل کې د چهارشنبې ورځې برید غندلی دی.

د دغه برید مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی دی.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په کابل کې شوي برید ته په کتو ویلي چې اسلامي دولت ډلې یا داعش تېر لمریز کال هم په کابل کې ګڼ شیعه مسلمانان په پرله پسې توګه هدف وګرځول.

د ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي چې داعش غواړي په افغانستان کې قومي شخړې ژورې کړي او د امریکا له ملاتړ برخمن د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت بې ثباته کړي.

فارین افیرز:

او فارین افیرز مجلې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې او د افغان سولې د هڅو په اړه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې لومړی راغلي چې هره ورځ پنځلس زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې جګړه مخته وړي او په روان میلادي کال کې د دغو پوځیانو دفاعي لګښتونه ۴۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

د مقاله لیکونکي په باور د دې جګړې په هر پړاو کې پیسې او وسلې تر ډپلوماسۍ او سیاست ډېر مهم دي.

د فارین افیرز مجلې په دې مقاله کې راغلي چې دا وضعیت د بدلون وړ دی که چیرته د امریکا مشران طالبانو ته ښکاره کړي چې د سولې پروسه هغوی ته د هدفونو په رسیدو کې مرسته کولای شي.

د مقالې لیکونکي په باور امریکايي چارواکي کولای شي دا کار له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په تدریجي ایستلو ثابته کړي هغه څه چې د واشنګتن له هدفونو دی.

فارین افیرز همداراز لیکلي چې طالبان دې ته اړتیا لري څو باور وکړي چې له واشنګتن سره موافقه له افغان حکومت سره د یوې همغږې شوې پروسې له سره تېرېږي.

صفي الله ستانکزی