په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګریزو چارو مرکز پرانیستل شو

په کندهار کې په لومړي ځل د ښځو لپاره د سوداګریزو چارو مرکز پرانیستل شو.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر د راپور له مخې، دا مرکز د کندهار د یوې مېرمنې لیلا افاق له لوري جوړ شوی دی.

پرون پنجشنبه د دې بازار په پرانیستونکو مراسمو کې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان مُنیب وویل چې دا مرکز به د ښځو د لاسي صنایعو له بازار موندنې سره مرسته وکړي.

ده دا هم وویل چې تر دې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

مېرمن لیلا افاق وویل، د کندهار د ښځو د سوداګرۍ مرکز به چې اوس ۱۴ تنه پکې کار کوي، په مجموع کې ۵۰ ښځو ته د کار فرصت برابر کړي.