په امریکا کې نن جمعه د نړۍ د زړه ورې ښځې په نوم جایزه اعلانېږي

د افغانستان، قزاقستان او کوزوو ښځې د ۲۰۱۸ کال په لسو زړه ورو ښځو کې شاملې دي.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو ښځو ته چې د مشرتابه، زړه ورتیا او د نورو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یې قربانیو ته لېوالتیا ښوولې وي، د نړۍ د زړه ورې ښځې میډال ورکوي.

نن جمعه به د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیفن د نړۍ زړه ورو ښځو ته د میډال ورکولو د مراسمو کوربه وي.

په دې مناسبت غونډې ته به د امریکا لومړۍ مېرمن ملینیا ټرمپ هم وینا وکړي.

افغان مېرمن رویا سادات چې د بشري حقونو مدافع ده او د ټلوېزیون او سینما له لارې د افغان ښځو ملاتړ کوي، یوه له لسو غوره ښځو څخه ده چې دې جایزې ته کاندیده شوې ده.