نن په جرمني کې یوه پناه غوښتونکي ته د عمر بند سزا ورکړل شوه.
ويل کېږي دا سړی افغان دی.
حسین د یوې ۱۹ کلنې جرمنۍ پیغلې ماریا په وژنې تورن پېژندل شوی دی.
د جرمني په جنوب لوېدیځ ښار فرایبورګ کې د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په ۱۶مه د یوې نجلۍ مړی د درایزم سیند په غاړه وموندل شو.
وژل شوې نجلۍ ۱۹ کلنه وه او ماریا لدېنبرګر نومېده.
پولیسو د دې قضیې په تور حسین ونیوه چې ویل کېږي افغان پناه غوښتونکی دی او له یونان څخه جرمني ته تللی و.
حسین ته نن په فرایبورګ ښار کې یوې محکمې د قضیې د شدت په خاطر د عمر بند سزا ورکړه.
که څه هم د محکمې حکم وروستی نهدی او حسین د استېناف غوښتنه کولای شي، خو خلک نن په محکمه کې خوشحاله شول.
حسین لومړی خپل عمر ۱۷ کاله ښودلی وو، خو له څېړنو وروسته معلومه شوه چې د پېښې په وخت ۲۲ کلن و او دا یې منلې چې نشه و، په ماریا یې جنسي تېری کړی او تر زندۍ کولو وروستهیې سیند ته غورځولې وه.
ماریا په داسې حال کې د یوه پناه غوښتونکي په لاس ووژل شوه چې هېواد یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې نږدې دوو میلیونو پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی دی.