بریتانیا له اروپايي ټولنې غواړي چې د روسیې په وړاندې یې ننګه وکړي

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې به نن د اروپایي اتحادیې له نورو مشرانو وغواړي چې د یوه پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د مسمومولو په پېښه کې د روسیې د لاس لرلو په خاطر د دې هېواد په غندلو کې له لندن سره یوځای شي.

سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا د مارچ په څلورمه په سالزبري ښار کې د اعصابو په فلج کوونکو موادو چې ویل کېږي په روسیه کې جوړ شوي و، مسموم شول.

د راپورونو له مخې د بریتانیا صدراعظمه به نن د بروکسل په سرمشریزه کې د اروپایي اتحادیې له مشرانو وغواړي چې په دې اړه یو قوي بیان خپور کړي، خو نوموړې به پر روسیې د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه ونه‌کړي.

د بریتانیا یوه لوړپوړي چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی په لندن کې خبریالانو ته وویل چې بریتانیا نه‌غواړي د تقابل لاره ونیسي یا رژیم بدل کړي.

بلکې دا هېواد له نورو اروپایي مشرانو غواړي چې دا ومني چې روسیه یوه ستراتېژیکه شریکه نه، بلکې دا هېواد ستراتېژیک دښمن دی.

مې روسیه تورنه کړې چې د سکریپال او د هغه د لور په مسمومولو کې یې د نوویچوک په نوم له هغو زهرجنو موادو کار اخیستی چې په پخواني شوروي اتحاد کې جوړېدل او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ظاهراً ترې استفاده نه‌وه شوې.

د دغې پېښې پر سر د لندن او مسکو ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ په ترڅ کې لندن ۲۳ روسي ډیپلوماتان وایستل.

روسیې چې دغه ادعا رد کړې، په ورته اقدام کې یې له خپلې خاورې د ۲۳ بریتانوي ډیپلوماتانو د ایستلو امر کړی دی.