د فرانسې پخوانی ولسمشر سارکوزي په فساد تورن شو

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سارکوزي په اداري فساد او په غیر قانوني توګه د خپل کمپاین لپاره د پیسو په ترلاسه کولو تورن شو.

چارواکو وویل چې هغو قاضیانو چې د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې د سارکوزي له کمپاین سره د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي د غیر قانوني مالي مرستو د ادعاوو په اړه څېړنه کوي، پر نوموړي پرون رسماً دغه تور ولګاوه.

له سارکوزي څخه دوه پرله‌پسې ورځې پولیسو تحقیقات کړي دي.

پلټونکي قاضیان دا ادعاوې چې د قذافي رژیم په پټه سارکوزي ته د هغه د کمپاین لپاره ۵۰ میلیونه ایرو ورکړي، څېړي.

دا د هغه وخت د کمپاین لپاره د مالي مرستو د ټاکلي حد ۲۱ میلیونه ایرو څه باندې دوه برابره غیر قانوني مرسته ده او پر دې سربېره هغه د فرانسې له قوانینو سره هم په تضاد کې ده چې بهرنۍ مرستې ته اجازه نه‌ورکوي او هم له کمپاین سره د مرستو د سرچینو د په ډاګه کولو غوښتنه کوي.

۶۳ کلن سارکوزی چې د ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې د فرانسې ولسمشر و، نوموړي په کراتو ویلي چې ده کوم غلط کار نه‌دی کړی.