د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، په کابل کې د امریکا سفارت او یو شمېر نورو د کابل پرونۍ حمله په کلکه وغندله.
د کابل علياباد روغتون ته نږدې په دې ځان وژونکې حمله کې چې پرون د نوروز د مراسمو پر مهال وشوه او مسولیتیې داعش په غاړه اخیستی، د وژل شویو او ټپیانو شمېر نږدې ۱۰۰ کسانو ته رسېدلی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل،۳۳ تنه وژل شوي او ۶۵ تنه ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه حمله په کلکه وغندله، هغهیې د ترهګرۍ یوه کرغېړنه او بېرحمانه حمله وبلله او ټینګار یې وکړ چې عاملان، تنظیموونکي، مالي او نور ملاتړي یې باید عدالت ته راوکاږل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم دغه حمله وغندله او ویېویل، نوروز چې د نوي کولو او خوښۍ وخت دی باید د سولې او یووالي د ارزښتونو ودې ته پام وشي.
د هغه ویاند سټیفن دوجاریچ زیاته کړه چې د دې حملې تنظیموونکي باید عدالت ته راوکاږل شي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم پر دغې حملې خفګان څرګند کړی او هغهیې د شرم وړ حمله بللې ده.
په کابل کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو وېره شته.
د روغتیایي چارواکو په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.