په تاجکستان کې د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي لپاره د امریکا په مرسته یو مرکز جوړ شو.
د ډلهییزې وژنې د وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې مرکز کې امنیتي کسانو ته روزنه ورکول کېږي چې څرنګه هستوي او غیر هستوي خطرناکه مواد وپېژني او د قاچاق مخهیې ونیسي.
دا مرکز چې ۳۷۰ زره ډالر لګښت پرې شوی دی د سې شنبې په ورځ په مرکز دوشنبه کې د امریکایي او تاجکي چارواکو له لوري پرانیستل شو.