د بخښنې نړیوال سازمان د هالنډ د عالي ادارې د محکمې پرېکړه د افغان مهاجرو په اړه رد کړه.
د هالنډ عالي اداري محکمې پرون وویل چې هالنډ افغانانو ته پناه نهورکوي ځکه چې دا هېواد خوندي دی.
محکمې وویل، په دې کې شک نهشته چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ښه نهدی، خو که چېرته څوک له ډلو ټپلو سره اړیکې ونهلري کولای شي چې خپل ژوند وکړي.
دغه محکمه وایي، افغانانو تهیې د پناه نهورکولو پرېکړه د ۱۶ نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ کړې ده چې په دغو مؤسسو کې ملګري ملتونه، د بخښنې نړیوال سازمان او د کډوالو د سازمان راپورونه شامل دي.
خو د بخښنې نړیوال سازمان سمدستي اعلان وکړ چې دا پرېکړه غیر مسؤلانه ده او دا ادعا سمه نهده چې افغانستان خوندي دی.