د کابل په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته رسېدلی

په کابل کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو وېره شته.

د روغتیایي چارواکو په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

کابل پوهنتون ته نږدې د نوروز د مراسمو پر مهال د دې چاودنې د قربانیانو د وروستۍ شمېرې په اړه د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل:

"د روغتیا له وزارت سره چې کومې وروستۍ شمېرې شته ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۵ تنه ټپیان شوي دي."

داعش د دې ځانمرګي برید مسؤلیت منلی دی.