روسيې۲ چیچینایان له داعش سره د اړیکو په تور په بند محکوم کړل

د روسيې یوې محکمې دوه چیچینایان په سوریه کې له داعش سره د یو ځای کېدو د پلان په تور په اوږد بند محکوم کړل.

د شمالي قفقاز سیمه ییزې پوځي محکمې ادم سوګایپوف او یوني موردیایف په ۷ او اتو کلونو زندان محکوم کړل.

په یوه جلا تحول کې د چیچینیا د کورنیو چارو وزارت نن وویل د ګاونډي انګوشیتیا درې او د داغستان یو اوسېدونکی له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د روسيي امنیتي ځواکونه د شمالي قفقاز په جمهوریتونو کې له سخت دریځو وسله والو سره په جګړه بوخت دي.