د فرانسې د پخواني ولسمشر څخه بیا څېړنې پيل شوې

د فرانسې له پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي څخه د دوهمې ورځې لپاره هم تحقیقات دوام لري.

پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۰۷ مېلادي کال د انتخاباتو د کمپاین لپاره يې د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي له رژیم څخه پیسې اخیستې وې.

فرانسوي رسنیو وویل چې پخوانی ولسمشر سرکوزي تېره شپه په خپل کور وکړه او نن بیا ترې د فساد ضد پولیسو تحقیقات پیل کړل.