جنوبي کوریا وايي له شمالي کوریا او امریکا سره ناسته ممکنه ده

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان نن وویل چې له شمالي کوریا او متحده ایالتونو سره یوه درې اړخیزه ناسته ممکنه ده او باید په کوریا ټاپووزمه کې د اټمي ګواښونو په له منځه وړلو تمرکز وکړي.

مون جې ان به راتلونکې میاشت د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وګوري په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې د مې تر پایه به له کیم جونګ اون سره وویني.

د جنوبي کوریا ولسمشر وویل د کوریا ګانو تر خپلمنځي خبرو وروسته له امریکا سره د شمالي کوریا خبرې به تاریخي وي او تر هغې زیات به هم د امریکا، شمالي کوریا او جنوبي کوریا ممکنې خبرې ډېرې ډراماټیکې وي.

سیول ویلي د پنمونجون په کلي کې به مون جې ان له کیم جونګ اون سره وګوري او کیدای شي په همدې سیمه کې وروسته د امریکا ولسمشر هم له کیم جونګ اون سره خبرې وکړي.

د کوریاګانو مشران په داسې حال کې سره ګوري چې تمه ده راتلونکې میاشت د امریکا او جنوبي کوریا پوځي تمرینونه بیا پيل شي.

دوی خپل پوځي تمرینونه په جنوبي کوریا کې د ژمني المپیک لپاره ځنډولي و.