نور: جمعیت ګوند او ارګ موافقې ته رسېدلي

د بلخ مخکیني والي عطا محمد نور نن وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند او حکومت تر منځ نوی هوکړه لیک به ژر اعلان شي.

ښاغلي نور په بلخ کې د نوروز په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د جمعیت ګوند او ارګ په ډېرو برخو کې د دغه ګوند د غوښتنو په اړه موافقې ته رسېدلي دي:

"زه له هغې موافقې چې په اساس یې د جمعیت اسلامي او د دې ګوند د متحدینو غوښتنې پر ځای کېږي هرکلی کوم، له جمهوري ریاست او د هغوی محترم مرکچي پلاوي څخه هم قدر داني کوم."

درې میاشتې مخکې د افغانستان جمهوري ریاست اعلان وکړ چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي استعفی منلې ده.

ارګ ماڼۍ د بلخ لپاره محمد داود د نوي والي په توګه وټاکه خو عطا محمد نور دا پرېکړه ونه منله.

که څه هم محمد داود خپله دنده نه ده پیل کړې، خو شاوخوا لس ورځې مخکې یوې حکومتي سرچیني وویل چې د ولسي جرګې غړی او د عطامحمدنور یو نېږدې کس اسحاق رهګذر به په نېږدې راتلونکي کې د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شي.