په کابل کې مزارشریف ښارونو کې د نوروز په مناسبت د جنډې اوچتولو مراسم روان دي.
هر کال په همدې مناسبت په مزارشریف ښار کې د حضرت علي په روضه کې د جنډې اوچتولو مراسم د زرګونو کسانو په ګډون ترسره کېږي.
په کابل کې هم چې د مزارشریف ښار په څېر کلک امنیت نیول شوی دی د جنډې پورته کولو مراسم په سخي زیارت کې روان دي.
په کابل کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د کورنیو چارو وزارت مرستیال مراد علي مراد خبرې وکړې او د امنیت د نیولو ډاډ یې ورکړ.
هغه همدراز وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکړ که سوله ونه کړي وبه ځپل شي.