کرملېن: پوتین ته د ټرمپ مبارکي نه‌ویل غیر دوستانه عمل نه‌دی

کرملېن وایي دا چې تر اوسه د جمهوري ریاست د یوې بلې دورې لپاره ولادیمیر پوتین ته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه مبارکي نه‌ده ویلې، دا یو غیر دوستانه عمل نه‌دی.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف نن خبریالانو ته وویل چې له انتخاباتو دوه ورځې وروسته د ټرمپ غلي پاتې کېدل کوم غیر دوستانه حرکت نه‌دی.

هغه اټکل وکړ چې ښایي ولسمشر ټرمپ وروسته پوتین ته ټیلیفون وکړي.

دې ته په پام سره چې د سړې جګړې وروسته د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوې، پسکوف وویل، پوتین دې ته تیار دی چې له خپلو امریکایي شریکانو سره په هغو برخو کې چې زموږ ګټې په‌کې نغښتې وي، اړیکې عادي کړي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو نتیجه د حیرانتیا وړ نه‌وه او په پام کې نه‌ده چې پوتین ته د ټیلیفون له لارې مبارکي وویل شي.

پوتین په دغو انتخاباتو کې په ۱۰۰ کې د څه باندې ۷۶ رأیو په ګټلو سره د جمهوري ریاست دوره د شپږو نورو کلونو لپاره وغځوله.