نیکولاس سارکوزي له قذافي نه د مالي مرستې د اخیستو په تور توقیف شوی

نیکولاس سارکوزي او معمر قذافی

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سارکوزي د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي د رژيم له‌خوا د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې د هغه له کمپاین سره د غیر قانوني مالي ملاتړ د ادعاوو په اړه د څېړنو په ترڅ کې نن د پولیسو په توقیف کې و.

د راپورونو له مخې له سارکوزي څخه د پاریس د لوېدیځې برخې د پولیسو په یوه مأموریت کې پوښتنې ګروېږنې وشوې.

د فرانسې چارواکو د دغو ادعاوو په اړه یوه قضایي څېړنه په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړه ترڅو دا وڅېړي چې د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې د هغه په بریالیتوب کې د قذافي له‌خوا مالي مرستو څومره مرسته کړې وه.

دا لومړی ځل دی چې د دغې څېړنې په ترڅ کې له سارکوزي څخه تحقیقات کېږي.

په دې اړه د سارکوزي وکیل سمدستي څرګندونې نه‌دي کړي.

سارکوزي چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ولسمشر و، له خپل کمپاین سره د هر ډول غیر قانوني مالي مرستې مسئله رد کړې ده.