له بریتانیا ایستل شوي روسي ډیپلوماتان به نن سې شنبه په یوه الوتکه کې مسکو ته ستانه شي، له دې سره په یوه وخت د بریتانیا د ملي امنیت شورا به نن د روسیې په وړاندې د نورو اقداماتو په اړه بحث وکړي.
بریتانیا د یوه پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په پېښه کې د روسیې د لاس لرلو په خاطر تېره اوونۍ له خپلې خاورې د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ.
روسیې هم په غبرګون کې له خپلې خاورې د ۲۳ بریتانوي ډیپلوماتانو د ایستلو امر کړی دی.
د لندن او مسکو ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې اروپایي اتحادیې او ناټو هم پرون د لندن ملاتړ وکړ او دغه پېښهیې چې د روسیې د پوځ لهخوا له تولید شویو زهرجنو موادو څخه پهکې کار اخیستل شوی و، په کلکه وغندله.
په وارسا کې له غونډې وروسته د پولنډ او جرمني صدراعظمانو د دغې پېښې په وړاندې د اروپایي اتحادیې د یوه ګډ دریځ پر اهمیت ټینګار وکړ.
پرون دوشنبه د ورځې په پیل کې د ناټو سرمنشي وویل چې د دې تړون غړي په یوه خوله دغه حمله غندي او هغهیې له نړیوالو نورمونو او مقرراتو د نهمنلو وړ سرغړونه وبلله.