د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس په اسرائیل کې د امریکا سفیر ته په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشت ځایونو د ملاتړ له کبله د سپي زوی خطاب وکړ.
د عباس ښکنځلو د سپینۍ ماڼۍ سمدستي غبرګون وپاراوه او دا څرګندونې یې پاروونکې او نامناسبې وبللې.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي جېسن ګرین بلاټ «Jason Greenblatt» پرون وویل، د ولسمشر عباس لپاره هغه وخت رارسېدلی چې د کرکجنو ویناوو او د خپلو خلکو د ژوند د ښېګڼې لپاره د عملي او مشخصو هڅو ترمنځ یو غوره کړي.
ښاغلي عباس دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې په لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشت ځایونو په دفاع کې د امریکا د سفیر ډېوېډ فریدمن څرګندونو په غصه کړ.
عباس وویل، دا د «سپي زوی» وايي چې دوی یهودي مېشت ځایونه په خپله خاوره کې جوړوي.
عباس زیاته کړه چې فریډمن او د هغه کورنۍ د اشغالي سیمو دي او دی په عین حال کې په تلابیب کې د امریکا سفیر هم دی.