امریکا او جنوبي کوریا وايي، د دواړو هېوادونو ګډ پوځي تمرینونه چې د جنوبي کوریا په پیونګ یانګ ښار کې د ژمني المپیک د لوبو له کبله ځنډېدلي وو، د اپرېل په لومړۍ نېټه بیا پیلېږي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس او جنوبي کوریايي سیالیې سانګ یونګ مو «Song Young-moo» نن سې شنبه په یو مختصر بیان کې وویل، دوی موافقه کړې چې دا تطبیقات به د پروسږنو هغو په کچه پر مخ ځي.
پنټاګون ویلي، شمالي کوریا ته چې پخوا بهیې دا ډول تطبیقات د اشغال په مقصد له تمرینونو سره انډول بلل، په دې اړه خبر ورکړل شوی او ورته ویل شوي چې د تمرینونو اهداف دفاعي دي.
د امریکا او جنوبي کوریا پوځي تمرینونو ته، د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پلان شوې کتنې په رڼا کې کتنه کېږي.