ناټو روسیه نړیوالې سولې او امنیت ته په ښکاره ناپامۍ تورنه کړې

ناټو روسیه تورنه کړې ده چې په بریتانیا کې د دې هېواد د یوه پخواني جاسوس د قضیې په څېړنه کې په نه‌همکارۍ سره‌یې نړیوالې سولې او امنیت ته څرګنده ناپامي کړې ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر بورېس جانسن سره تر کتنې وروسته په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، د ناټو ټول غړي هېوادونه دا پېښه غندي او د مسموم شوي سرګي سکریپال په قضیه کې د څېړنو ملاتړ کوي.

دی وایي:

"د روسیې غبرګون د نړیوالې سولې او امنیت په وړاندې څرګنده بې‌پروايي وه، موږ له روسیې څخه خپلو غوښتنو ته دوام ورکوو، څو د نويچوک پروګرام د کیمياوي وسلو د مخنیوي سازمان ته په ډاګه کړي."

د روسیې یو پخوانی جاسوس سرګي سکریپال او لور یې یولیا د مارچ په څلورمه د نويچوک په نوم د اعصابو پر فلج کوونکو زهري موادو تر مسمومېدو وروسته، په ناوړه روغتیايي وضعيت کې دي.

دا زهري مواد د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي له‌خوا جوړ شوي وو.

روسیې پرله‌پسې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.