حکمتیار: افغان حکومت، بهرنیانو او طالبانو ته مو د سولې طرحه سپارلې

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو د هڅو په ترڅ کې یې په دې وروستیو کې د سولې یوه طرحه هم د افغانستان حکومت، د وسله‌والو طالبانو مشر او بهرنیانو ته سپارلې ده.

ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې نن دوشنبه په جلال‌اباد کې په یوه لویه ولسي غونډه کې چې د فوټبال په لوبغالي کې جوړه شوې وه او د درې واړو ختیځو ولایتونو زرګونه اوسېدونکو په‌کې ګډون کړی و، وکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"بهرنیو ته هم زموږ سوله وړاندې شوې ده، د سپینې ماڼۍ د مېز پر سر هم پرته ده او زه هیله‌مند یم چې هغوی به هم په یوه یا دوو اوونیو کې خپل عکس‌العمل وښیي."

له دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده وړاندې د حکمتیار د سولې د طرحې هغې برخې ته پام اړولی و چې د دې ورځپاڼې په وینا، طالبانو ته په‌کې د افغانستان دننه د امن سیمو د ایجادولو یا د سولې د ولایتونو په نوم وړاندیز شوی چې د مختلفو لورو له انتقادونو سره مخ شوې ده.

په جلال‌اباد کې د ښاغلي حکمتیار د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د بهسودو پله ته نږدې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او ۱۰ نور هم ټپیان شول.

دغه چاودنه چې په موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو له امله شوې، مسؤلیت‌یې تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.