د غزني په لوېدیځه برخه کې بریدونو ۵ پولیس او ۱۰ طالبان وژلي

د غزني چارواکي د دې ولایت د مرکز پر لوېدیځې برخې د وسله‎والو طالبانو په بریدونو کې د پنځه پولیسو او شااوخوا ۱۰ وسله‎والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې وسله‎والو طالبانو د غزني ښار په لوېدیځه څنډه کې د خاک غریبانو په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې نښتو څه کم دوه ساعته دوام وکړ.

نوموړی وايي چې د وسله‎والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او اوس په سیمه کې وضعیت عادي دی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.