د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د ۲۰ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دې وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون یکشنبه د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ وسلهوال طالبان ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې دوه نور طالبان په نادعلي ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.