په دایکنډي کې د پولیسو په امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو په بریدونو کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دایکنډي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې نن دوشنبه سهار وختي وسلهوالو طالبانو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهالیې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي مرستیال والي سید محمد سادات نادري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه بریدونه نن سهار وختي درې بجې پیل شوي او یو ساعتیې دوام کړی دی.
نادري وايي، په دغو بریدونو کې وسلهوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېرهیې لا معلوم نهده.
کجران د دایکنډي ولایت یوه نا امنه ولسوالۍ ده چې د ارزګان او هلمند ولایتونو سره پوله لري او وخت ناوخته پرې وسلهوال طالبان بریدونه کوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.