ارزګانیان: د پوهنې په ریاست کې فساد، نالوستي کسان ټولنې ته وړاندې کړل

ارزګانیان وایي، د دغه ولایت د پوهنې په ریاست کې پراخ فساد د دې لامل شوی چې نالوستي کسان ټولنې ته وړاندې کړي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکي وایي، د ولایت د پوهنې د ریاست په چوکاټ کې
شته فساد، د دې لامل شوی چې هر کال ګڼ نالوستي کسان د ۱۲م ټولګي څخه فارغ او ټولنې ته‌یې وړاندې کړي.

د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا د ژمنیو ښوونیزو زده‌کړو له مرکزه د ۳۶۲ کسانو د فراغت په غونډه کې ګډون‌والو تر ډېره د دې ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین په خپلو چارو کې پاتې وبلل او ویې‌ویل چې شته فساد، د دې لامل شوی چې ډېر نالوستي ځوانان د ۱۲م ټولګي څخه فارغ کړل شي.

نیوکې دا دي چې د تېرو ۱۶ کلونو راهیسې مرکزي ادارې د ارزګان د پوهنې په
برخه کې اصلاحات نه‌دي راوستي او د روان ناوړه حالت په مخنیوي کې پاتې
راغلي دي.

ولایتي مسؤلین بیا وایي چې د معارف په برخه کې د مکافاتو او مجازاتو لړۍ
پیلولو ته ژمن دی.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت پرې بشپړ راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور