د سپینې ماڼۍ یوه لوړ رتبه وکیل د رسنیو یوه وړاندوینه رد کړې

د سپینې ماڼۍ لوړ رتبه وکیل د یوې اعلاميې په خپرولو سره د رسنیو دا وړاندوینه رد کړې ده چې ګواکې ولسمشر ډونالد ټرمپ به ځانګړي څارنوال رابرټ مولر له دندې ګوښه کړي.

سپینې ماڼۍ دا اعلامیه وروسته تر هغې خپره کړه چې ولسمشر ټرمپ پرون یکشنبه په خپلو ټویټونو کې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې د موضوع په اړه د «اېف.بي. ای» د ادارې د پخواني مشر رابرټ مولر پر پلټنو سخت انتقادونه وکړل.

ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي دي چې دا پلټنه سیاسي انګېزه لري او د رابرټ مولر تحقیقات‌يې د شیشکې له ښکار سره تشبیه کړی دی.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ د مولر په لیرې کولو غور نه‌کوي.

اکثریت ډموکراتانو او حتی یو شمېر جمهوري غوښتونکو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې ځانګړی څارنوال رابرټ مولر له دندې لیرې نه‌کړي.

دوی وايي، داسې یو ګام به قانوني بحران رامنځته کړي.