په بروکسل کې د ناټو پرسونل د دې تړون نوي مرکزي دفتر ته انتقالېږي

په بروکسل کې د ناټو پرسونل نن دوشنبه د دې تړون نوي مرکزي دفتر ته انتقالېږي.

د جرمني خبري اژانس نن دوشنبه وویل، د ۴ زره پرسونل انتقال به شااوخوا ۱۲ اوونۍ وخت ونیسي.

ټاکل شوې وه چې د ناټو پرسونل په جنورۍ میاشت کې نوي دفتر ته انتقال شي، خو د نوې ودانۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ د برابرولو په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له امله دا کار وځنډېد.

د ناټو د نوي مرکزي دفتر لپاره جوړه شوې ودانۍ پخوانۍ هغې سره نږدې جوړه شوې ده او د انتقال په موده کې به د دې تړون چارې له زاړه دفتره ترسره کېږي.

په بروکسل کې د ناټو د نوي مرکزي دفتر د جوړولو چارې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې پیل شوې وې.

ویل کېږي چې په نوي دفتر کې به د ناټو یو نیم زر داخلي پرسونل، ۱۷۰۰ نړیوالو پوځي او ملکي کارکوونکو، د ناټو د اېجنسیو ۶۰۰ غړو او په ورځني ډول ۶۰۰ لیدونکو ته ځای وي.

د ناټو په نوي مرکزي دفتر ۱،۱۷ میلیارده یورو لګښت شوی دی.