اسرائیلي چارواکي: یو فلسطینی وګړی د پولیسو په ډزو کې ووژل شو

اسرائیلي چارواکو ویلي یو فلسطینی وګړی وروسته له هغه د پولیسو په ډزو کې ووژل شو چې یو اسرائیلی ساتونکی یې د چاقو په ضربو ډېر ژوبل کړ.

دا پېښه پرون شوې ده.

وروسته له هغه چې ډونالد ټرمپ بیت‌المقدس د اسرائیلو پلازمېنه وپېژندله، د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

په داسې حال کې چې امریکا بیت‌المقدس ته د خپل سفارت د لېږد لپاره چمتووالی نیسي، په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.

فلسطینیان وايي چې ختیځ بیت‌المقدس د دوی راتلونکې پلازمېنه ده.