امریکا طالبان بیا له افغان حکومت سره پخلاینې ته هڅولي

امریکا طالبان یو ځل بیا له افغان حکومت سره پخلاینې ته هڅولي دي.

په کابل کې د امریکا سفیر پرون یکشنبه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل چې افغان دولت د سولې پروګرام ته مثبت ځواب ووايي:

"موږ باوري یو چې د کابل پروسې په دوهم دور ناسته کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز کامل او هر اړخیز و. که طالبان په رښتیا غواړي سوله وکړي، نو دا د خبرو لپاره یو ښه وړاندیز دی."

د امریکا سفیر زیاته کړه چې واشنګټن او د نړۍ نور هېوادونه د ولسمشر غني له وړاندیزه ملاتړ کوي.

طالبان چې له امریکا سره په مستقیمو خبرو ټينګار کوي د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه څه نه‎دي ویلي.