د ترکیې پوځ وايي، د سوریې د عفرین ښار زیاته برخه یې نیولې

د ترکیې پوځ نن اعلان وکړ چې د سوریې د عفرین ښار زیاته برخه یې نیولې ده.

ترکیه دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د سوریې په دې سرحدي ښار کې د ترکیې د پوځ او د سوریې د ګډو متحدو ځواکونو د عملیاتو له پیل څخه نېږدې دوه میاشتې تېرېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ وویل چې د سوریې ګډو متحدو ځواکونو د ترکیې د سرحدي ښار عفرین پر مرکز ولکه ټینګه کړې ده.

اردوغان وویل، د ترکیې او د سوریې د متحدو ځواکونو بیرغونه د ښار پر ودانیو اوچت شوي دي.

د ترکیې پوځ او د سوریې ګډو متحدو ځواکونو په عفرین ښار کې چې د خلکو د دفاع د قطعو یا YPGپه نوم د کرد ځواکونو تر ولکې لاندې و، دوه میاشتې مخکې پوځي عملیات پیل کړل.

د سوریې عفرین سیمه.

ترکي چارواکي وايي، کرد ځواکونو د دې ښار د نیولو لپاره د عملیاتو پرمهال هېڅ راز مقاومت ونه کړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې تروریستان لا له مخکې له دې ښاره تښتېدلي وو.

ترکیه هغه کرد وسله والې ډلې چې په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي د کردستان د کارګرانو له ګوند PKK سره چې له څو لسیزو راهیسې د ترکیې د حکومت پرضد وسله واله مبارزه کوي، په اړیکو تورنوي او تروریستان یې بولي.

د کرد ځواکونو یوې ویاندې هدیې یوسف اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته وویل چې د YPGسرتیري نه دي تښتېدلي بلکې له قتل عام څخه یې ملکي وګړي ژغورل.

هغې زیاته کړه چې په دې ښار کې نښتې اوس هم روانې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه- چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، د ترکیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو نیمايي ښار نیولی دی او زیاتوي چې سخته جګړه لاهم روانه ده.

دې ټولنې ویلي دي چې شااوخوا دوه لکه ملکي وګړي د درنو جګړو له کبله په وروستیو څو ورځو کې له سیمې وتلي او د سوریې د حکومت تر ولکې لاندې نېږدې سیمو ته کډه شوي دي.

خلک له عفرین څخه د وتلو پرمهال.

د سوریې دولتي ټلوېزیون هم نن یکشنبې هغه ویډیویي تصاویر خپاره کړل چې د موټرو یو اوږد کتار او ورسره پلي خلک له عفرین څخه د وتلو په حال کې ښيي.

په عین حال کې د ترکیې پوځ نن وویل چې ځواکونو یې د ماینونو او چاودېدونکو موادو د موندلو په مقصد په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

انقرې د جنوري په شلمه په عفرین او شااوخوا سیمو کې پوځي عملیات پیل کړل او د کرد ملېشو او په سیمه کې د دېره سلګونه زره ملکي وګړو د کلابندۍ کړۍ یې ورو ورو تنګوله.

په دې پوځي عملیاتو کې تردې دمه لږترلږه ۴۶ ترکي سرتېري وژل شوي دي.